مهم خبرونهنړیوال

په اسټرالیا کې د یهودیانو د حنوکا مراسمو پر مهال ډزې شوې، یو خاخام وژل شوی

د اسټرالیا په سیدني ښار کې د یهودیانو مذهبي جشن «حنوکا» په مراسمو د یکشنبې په ورځ ډزې شوې دي، چې د اسټرالیايي رسنیو په وینا، یوشمېر ګډونوال پکې ټپیان شوي او پولیسو سمدستي په پېښه کې مداخله کړې ده.

لومړني راپورونه ښيي چې وسله‌والو کسانو له یوه پل څخه د مراسمو ځای ته ډزې کړې وې. د اسټرالیا پولیسو تایید کړې ده چې دوه تنه په تړاو نیول شوي، او له نږدې سیمو اوسېدونکو غوښتل شوي وو، چې تر امن ترلاسه کېدو پورې په خوندي ځایونو کې پاتې شي.

د پېښې د تلفاتو په اړه بیلابیل شمېرونه ورکړل شوي. ځینې نړیوالې رسنۍ د لږ تر لږه لس تنو د ټپي کېدو خبر ورکوي، خو اسرائیلي رسنۍ د وژلو او ژوبلو کسانو شمېر زیات ښيي. د اسټرالیا پولیسو تراوسه وروستی او تایید شوی شمېر خپور کړی نه دی.

اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې د قربانیانو په ډله کې یو اسرائیلی خاخام چې د «حباد» ډلې پورې تړاو لري وژل شوی او د استرالیا-اسرائیل یهودي شورا مشر ټپي شوی دی. د «حباد» ډلې چارواکو د خپل مذهبي استازي وژل کېدل تایید کړي دي.

هم‌مهاله، د اسټرالیا پولیسو سرچینو رسنیو ته ویلي چې یو بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی او بل ټپي شوی کس چې په برید کې یې رول درلود، اوس تر درملنې لاندې ساتل کېږي. د برید د انګیزې او ماهیت د پلټنې بهیر لا هم روان دی.

د دې پېښې په غبرګون کې د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر دغه ډزې د یهود ضد عمل بللی دی او له استرالیا یې غوښتي چې د یهودي ټولنو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي. استرالیايي چارواکو ټینګار کړی چې د پېښې د هر اړخیز وضاحت لپاره رسمي څېړنې روانې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button