اقتصادمهم خبرونه

په کابل کې د ښځینه متشبثینو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د ښځینه پانګوالو او متشبثو ښځو د ملاتړ په هدف، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې له خوا په کابل کې د «شین لاری» دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې له ۷۵ څخه ډېرې متشبثې ښځې خپل ډول ډول تولیدات د معرفي کولو او پلور لپاره نندارې ته وړاندې کړې دي.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې مشره فریبا نوري وايي، دا نندارتون د دې ادارې له خوا د لومړي ځل لپاره جوړ شوی او موخه‌یې ښځو ته د بازار موندنې او د تولیداتو د خرڅلاو عملي زمینه برابرول دي. نوموړې وايي، لاسي صنایع، ګاڼې، خوراکي توکي او د کور د سینګار وسایل د هغو توکو له ډلې دي چې په نندارتون کې وړاندې شوي دي.

نوري ټینګار وکړ چې د دا ډول پروګرامونو ترسره کول کولای شي د ښځو پر اقتصادي ځواکمنتیا اغېزناک رول ولري، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې د افغانستان ښځې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او د رسمي بنسټونو ملاتړ هم کم شوی دی.

په همدې حال کې، هوا رضايي چې د نندارتون یوه ګډونواله ده، وايي چې دوه کاله کېږي د اچار او مربا په تولید بوخته ده او دغه نندارتون د ښځو د تولیداتو د مستقیم پلور یوه ښه موقع ګڼي. نوموړې له چارواکو وغوښتل چې د ښځینه پانګوالو ملاتړ زیات کړي.

شکیبا فاضل، بله ګډونواله، وايي چې پنځه کاله کېږي د ښځو د لاسي صنايعو په برخه کې کار کوي او دا نندارتون د خپلو محصولاتو د بازار موندنې یوه زمینه بولي. د هغې په باور، د طالبانو له خوا د ستراتیژیک ملاتړ نشتوالي په صورت کې، دا ډول ابتکارونه کولی شي د موجودو خلاوو یوه برخه ډکه کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button