اوچا: ختیځ افغانستان کې زلزلهځپلو ته مرستې بسنه نه کوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د ختیځ افغانستان زلزله ځپلو ته مرستې لا هم کافي نه دي. اوچا زیاتوي چې د دې زلزلې له رامنځته کېدو څو میاشتې وروسته، یوازې نږدې ۲۲۳ زره کسان په تر ټولو سخت ځپل شوو سیمو کې مرستې ترلاسه کړي، خو د خلکو یوه ستره برخه لا هم د محدودو امکاناتو سره ژمې ته ننوتي ده.
راپور کې ویل شوي، چې لېږد شوې مرستې لا تر اوسه نه دي توانېدلي ترڅو د ټولو زیانمنو شوو کورنیو بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي. سرپناه، د سوخت توکي او نور ژمنیز وسایل لا هم د دې سیمو د اوسېدونکو لپاره د اندېښنې یو ستر لامل دي.
اوچا ټینګار کوي چې انساندوستانه غبرګون یواځې ۳۴ سلنه تمویل شوی، او د اړتیاوو او موجودو منابعو ترمنځ لوی واټن موجود دی. دې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې ژر زیاتې کړي.
له بلې خوا، مرستندویه ادارو ویلي چې د اغېزمنې او شفافې مدیریت نشتوالی، په تېره بیا د طالبانو تر واک لاندې، د مرستو عادلانه او پر وخت وېش له سختو ننګونو سره مخ کړی او د زیانمنو کورنیو ژوند لا نور له خطر سره مخ کړی.




