سياستمهم خبرونه

پاکستان په تهران غونډه کې د خپلو امنیتي اندېښنو جدي ارزونې غوښتنه وکړه

په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د ځانګړو استازو په غونډه کې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې د دغه هېواد امنیتي اندېښنې، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ اړوند، باید په جدي او عملي ډول وڅېړل شي. محمد صادق خان وویل چې اسلام‌اباد د سیمې لپاره د سولې، پرمختګ او دوام‌داره ثبات غوښتونکی دی.

دغه غونډه د افغانستان پر وضعیت تمرکز لري او پکې د روسیې، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړي استازي ګډون لري. خو د طالبانو اداره له ګډون څخه ډډه کړې، چې شنونکي یې د افغانستان د امنیتي او سیاسي ننګونو پر وړاندې د سیمې د همغږۍ بهیر ته خنډ ګڼي.

په همدې غونډه کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې د ګاونډیو هېوادونو ګټې او ثبات په مستقیم ډول له افغانستان سره د امنیت تأمین پورې تړلي دي. نوموړي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د منظم، دوام‌دار او اغېزمنو خبرو اترو د جوړېدو پر اړتیا ټینګار وکړ، څو ګډې ننګونې مدیریت شي.

دغه غونډه داسې مهال کېږي چې افغانستان لا هم له پراخې امنیتي او سیاسي بې‌ثباتۍ سره مخ دی، او د طالبانو د ادارې نه‌ګډون په دا ډول غونډو کې، د دې ادارې د سیمه‌ییز تعامل او د ګاونډیانو د اندېښنو پر وړاندې د ژمنتیا په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button