سياستمهم خبرونه

طالبانو د غصب شوو ځمکو د پرېکړو د پلي کولو لپاره ځانګړی امنیتي واحد جوړوي

د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون او ځانګړو محکمو پرېکړو د عملي کولو لپاره به یو ځانګړی امنیتي واحد جوړ کړي. دا پرېکړه د دې کمیسیون د مشرتابه په وروستي غونډه کې چې په کابل کې ترسره شوې، شوې ده.

په یاده غونډه کې د امنیتي واحد د جوړېدو تر څنګ، د اجرایي طرزالعملونو د پلي کېدو څرنګوالي، د غور ولایت عامه مرتعونو د پېژندنې، او په درې ولایتونو کې د ۲۴ زره جریبه ځمکو د حقوقي حالت په اړه هم بحث شوی دی.

د عدليې وزارت ویاند، برکت‌الله رسولی، ویلي چې د دې ځانګړي امنیتي واحد هدف د هغو پرېکړو پلي کول دي چې د محاکمو او کمیسیونونو له لوري نیول شوي، په ځانګړې توګه هلته چې له مخالفت یا مقاومت سره مخ دي. هغه ټینګار کړی چې په ځینو لانجمنو مواردو کې به لا ډېر اسناد او معلومات راټول شي.

د نظامي چارو شنونکی، محمد زلمی افغان یار، ویلي چې د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې د طالبانو ادارې زرګونه جریبه غصب شوې ځمکې موندلې دي، خو ځینې کسان د پرېکړو د پلي کېدو پر وړاندې مقاومت کوي. نوموړی وایي چې دا نوی جوړېدونکی ځواک ښايي د پرېکړو د پلي کېدو په بهیر کې مرسته وکړي.

سره له دې چې د طالبانو اداره دا امنیتي واحد جوړوي، خو د دې واحد د شفافیت او بې‌طرفۍ په اړه اندېښنې هم شته. د طالبانو د ادارې ډېری رسمي بهیرونه له قانوني بنسټ پرته او بې له خپلواکو ادارو د څار لاندې مخ ته ځي، او د ډېرو اوسېدونکو د ملکیت حقوق لا هم ناپېژندل شوي پاتې دي.

په داسې حال کې چې مشروع اساسي قانون او معتبر عدلي بنسټونه نشته، د دا ډول امنیتي واحدونو جوړېدل ښايي له داسې هدف نه لرې وي چې دولت یا خلکو ته غصب شوې ځمکې بېرته ورکړل شي؛ بلکې امکان لري چې دا واحدونه د فشار او شخصي حساب‌کتاب وسیلې وګرځي. نړیواله ټولنه او څارونکې ادارې باید د طالبانو د ادارې د غصب شوو ځمکو د تصفیې کمیسیونونو او اقداماتو د څار لپاره دا بهیر نوره هم جدي تر څار لاندې ونیسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button