طالب وزیر دفاع په کندهار کې د عصري او دیني زدهکړو پر اهمیت ټینګار وکړ

د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د کندهار ولایت د سفر پر مهال د عصري او دیني زدهکړو پر هممهاله زدهکړه ټینګار وکړ او له کورنیو یې وغوښتل چې د خپلو اولادونو د زدهکړې مخه ونه نیسي.
نوموړي دغه څرګندونې د کندهار په یوې دیني مدرسې کې د فراغت په مراسمو کې وکړې او ویې ویل چې له مکتبونو او مدرسو ملاتړ ټولنیز مسئولیت دی. د هغه په وینا، ماشومانو ته باید د زدهکړې زمینه برابره وي او کورنۍ باید اجازه ورنهکړي چې اولادونه یې له تعلیمه بېبرخې پاتې شي.
د طالبانو د دفاع وزیر زیاته کړه چې د دوی اداره د خلکو په خدمت کې ده او ځواکونه یې په بېلابېلو برخو کې؛ لکه د سرحدونو ساتنه او د خلکو د ژوند او مال امنیت تامینول، فعالیت کوي.
خو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د تیرو درېو کلونو په اوږدو کې د طالبانو د حکومت د زدهکړې پالیسیو پراخ کورني او نړیوال انتقادونه پارولي دي، او په ځانګړي ډول د نجونو زدهکړه لا هم د هېواد د تعلیمي نظام له عمده ستونزو څخه ګڼل کېږي.




