د بگرام هوايي اډې بحراني وضعیت او د طالبانو ادعا

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د بگرام هوايي اډه نږدې په بشپړه توګه خالي پاتې ده او طالبانو تر اوسه له دې اډې هېڅ ډول استفاده نه ده کړې. دا اداره هڅه کوي د پوځي الوتکو لوی انځورونه د اډې پر مځکه رسم کړي تر څو ښيي چې هلته لا هم فعالیت روان دی. د سپوږمکۍ انځورونو پر بنسټ ترسره شوي تحلیلونه ښيي چې په دې اډه کې د پوځی تجهیزاتو او الوتکو شمېر خورا محدود دی او یو شمېر یې غیر فعال دي چې یوازې د نمایش بڼه لري.
دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، پر طالبانو څو ځله فشار راوستی چې دا اډه بېرته امریکا ته وسپاري. خو طالبانو په غبرګون کې ویلي چې دوی به هېڅکله دا اډه بېرته امریکا ته ورنه کړي.
تر هغه وروسته چې امریکایي پوځیان له افغانستانه ووتل، د بگرام هوايي اډې ډېری پوځي وسایل د امریکا پوځ لهخوا لهمنځه یووړل شول. اوسمهال د دې اډې بیا فعالول لوړ مالي لګښت ته اړتیا لري، کوم چې د طالبانو محدود مالي بودجې ته فشار زیاتوي.
د بگرام هوايي اډه د کابل ښار په شمال کې، د پروان ولایت پر خاوره موقعیت لري. دا د امریکا د پوځ لهپاره په افغانستان کې تر ټولو مهمه نظامي اډه ګڼل کېده. دا اډه د ستراتيژيکي ارزښت له مخې ډېره مهمه ده او پراخه رنوې، پیاوړي پناهځایونه، کنټرول برجونه، د وسلو زېرمې او د سرتېرو لهپاره تفریحي مرکزونه لري.




