د هرات شيعه علما: د قومونو يووالی د بهرنيو نفوذونو پر وړاندې خنډ دی

د هرات ولایت د شیعه علماو شورا ویلي، چې د افغانستان د قومونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ وضعیت تر پخوا ډېر ښه شوی، او دا یو مهم عامل ګڼي چې د بهرنیو هېوادونو له نفوذ او د دښمنانو له توطئو د مخنیوې لامل کېږي. دغه څرګندونې نن د یادې شورا په یوه غونډه کې وشوې، چې پکې یو شمېر دینی علما او سیمهییز مشرانو ګډون درلود او ګډونوالو خپل بشپړ ملاتړ د طالبانو له ادارې څخه اعلان کړ.
د شیعه علماو د شورا رئیس محمداسماعیل احمدي، په دغه ناسته کې وویل، چې ملي یووالی او همدلي د توطیو پر وړاندې اغېزناک او ګټور ګامونه دي، او د دیني علماو دنده ده چې ولس ته آګاهي ورکړي او دا یووالی لا پیاوړی کړي. نوموړي د طالبانو د ادارې رول د قومونو ترمنځ د یووالي په پراخېدو کې اغېزناک وباله.
ورپسې، دیني عالم عبدالهادي وثیقي په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې باید له اوسنۍ وضعې څخه د ملي یووالي د پیاوړتیا او د ولسي باور د لوړېدو لپاره ښه ګټه واخیستل شي. هغه ټینګار وکړ چې د هېواد د یوه باثباته راتلونکې لپاره باید هڅې زیاتې شي.
یاده ناسته د شیعه علماو له خوا دویم اقدام بلل شوی، چې د طالبانو له ادارې د ملاتړ په موخه ترسره کېږي، او موخه یې د خلکو ترمنځ د یووالي روحيې پیاوړتیا او له حکومت سره همکاري ده.




