په افغانستان کې زلزله: لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي او تر ۷۳۰ ډېر ټپیان شوي

د افغانستان په شمال کې تېره شپه د ۶.۳ درجې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي او تر ۷۳۰ زیات نور ټپیان شوي دي. دغه زلزله د بلخ، سمنګان، سرپل، بغلان او کندز ولایتونه لړزولي او پر استوګنیزو کورونو او بنسټیزو تأسیساتو یې پراخ زیانونه رسولي دي.
د طالبانو د سیمهییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د بلخ ولایت په مزارشریف ښار او شاوخوا ولسوالیو کې ۱۲ تنه وژل شوي دي. د بلخ د والي ویاند، حاجي زید ویلي، چې په دغه ولایت کې ۴۰۷ تنه ټپیان شوي دي.
په سمنگان ولایت کې د طالبانو لخوا ټاکل شوي د عامې روغتیا رییس، لطفالله حبیبي اعلام کړی چې د زلزلې له امله په ایبک ښار، خُلم، حضرت سلطان ولسوالیو او شاوخوا سیمو کې ۱۱ تنه وژل شوي او تر ۲۷۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) هم راپور ورکړی چې په دې زلزله کې ۳۳۹ کورنۍ زیانمنې شوې دي. دې سازمان ویلي چې د کورونو ورانېدل او زیربناوو ته تاوان د عاجلو بشري مرستو اړتیا لا پسې پراخه کړې ده.
په داسې حال کې چې زلزلې پراخ زیان اړولی، د طالبانو اداره د دې ډول بېړنیو حالاتو د مؤثر ځواب ظرفیت نه لري، او همداراز د سم مدیریت لپاره ضروري جوړښتونه هم نهلري، چې له امله یې د دغو ولایتونو خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. نړیواله ټولنه او بشري بنسټونه باید د همغږۍ او مستقیم نظارت له لارې، اغېزمن بشري مرستندویه اقدامات تنظیم کړي.




