اقتصادمهم خبرونه

طالبانو په روسیه کې د افغانستان د سوداګرۍ مرکز جوړوي

د ریانووستي خبري آژانس د راپور پر بنسټ، طالبانو په روسیه کې د یوه سوداګریز مرکز د جوړولو هڅې پیل کړې دي. یو روسي چارواکي دغه اقدام اړین بللی او ویلي یې دي چې دا ګام به د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لامل شي.

رستم حبیبولین، چې د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر دی، ټینګار کړی چې د روسیې په بازار کې د لوړې تقاضا له امله افغان سوداګر غواړي هلته خپل حضور زیات کړي. له همدې امله، د مسکو په ښار کې د دغه مرکز جوړول ډېر مهم بلل شوي دي.

نوموړي همدارنګه ویلي، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر او په روسیه کې د دوی سفیر هڅه کوي چې د دغه مرکز د فعالولو لپاره لازمې همغږي رامنځته کړي. وړاندې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزی، ویلې وو چې دا اداره له ۲۰۲۳ کال راهیسې، چې په کابل کې د روسیې سوداګریز مرکز پرانیستل شو، د مسکو لپاره هم د ورته مرکز د جوړېدو لیوالتیا لري.

راپورونه ښيي چې نه یوازې روسي صادرات افغانستان ته په تېر وخت کې زیات شوي، بلکې اوس د افغانستان صادرات هم روسیې ته مخ په ډېرېدو دي. حبیبولین ویلي چې د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې ستونزې او ننګونې شته چې باید په مستقیم ډول حل شي.

هغه وویل چې د افغانستان د انارو صادرات روسیې ته ډېر شوي او د انګورو، مڼو او نورو فصلونو ازمایښتي محمولې هم دې هېواد ته لېږل شوې دي. د افغانستان او پاکستان د پولې تړل کېدو له امله، افغان سوداګرو ته نوي بازارونه برابر شوي، او اوس د دغه هېواد مېوې او سبزيجات ایران، تاجیکستان، ازبکستان او روسیې ته صادریږي.

د حبیبولین په وینا، له مني فصل راهیسې تر اوسه له ۳۰۰ ټُنه زیات افغاني انار د روسیې د مسکو او سن‌پېترزبورګ په بازارونو کې عرضه شوي دي. همداراز، د انګورو او مڼو ازمایښتي محمولې هم روسیې ته تللي او خرڅ شوي دي. په افغانستان کې د سړو خونو او زېرمو محدود امکانات کروندګر اړباسي چې خپلې پېداوار سمدستي وپلوري، خو روسیې ته د دغو محصولاتو صادرول کولی شي چې موسمي دوام ولري او یوازې یو مقطعي اقدام نه وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button