ټولنه‌یز

د غزني موټر چلوونکي له بې‌نظمۍ او اوږدو ترافیکي بندیدو شکایت کوي

د غزني ولایت موټر چلوونکي د سړکونو له ناوړه حالت څخه شکایت لري او وايي چې بې‌نظمي او نیمګړې پاتې شوې مواصلاتي لارې، په تېره د ښار په مرکز کې، د درنو ترافیکونو او دوامدارو بندښتونو لامل شوي دي. د هغوی په وینا، دا وضعیت د وخت ضایع کېدو، د مریضانو د ژوند له ګواښ سره مخ کېدو، او د خلکو ورځني ژوند ته ستونزې جوړې کړي دي. سید ګل، یو تن موټر چلوونکی، وړاندیز کوي چې حکومت باید لوی پلونه او مناسبې لارې جوړې کړي، څو د ترافیکي ستونزو هوارولو ته لار ومومي. هغه زیاتوي چې دوی له ډېرې ګڼه ګوڼې سره مخ دي او په ځانګړي ډول هغه مهال چې له ځان سره مسافر یا ناروغ ولري، له زیات ځنډ سره مخامخ کېږي. یو شمېر نور موټر چلوونکي هم ټینګار کوي چې د سړکونو بندښتونه دوی ساعتونه په لاره کې بند ساتي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button