په سوېلي سوریه کې د جولاني ډلې د امنیتي ځواکونو پر موټر د بېپیلوټه الوتکې برید

د سوریې رسنیز راپورونه وايي چې یوه نا پېژندل شوې بېپیلوټه الوتکه د سوریې په سوېلي صوبه السویداء کې د جولاني ډلې اړوند امنیتي ځواکونو پر موټر برید کړی دی. دا پېښه د السویداء ولایت په المزرعه ښارګوټي کې رامنځته شوې. د سوریې الاخباریه شبکې د راپور له مخې، په برید کې د یاد موټر یوه برخه ویجاړه شوې، خو د تلفاتو په اړه کره معلومات تر اوسه شتون نه لري.
د جولاني ادارې یو امنیتي چارواکی ادعا کوي چې دا برید د السویداء په سیمه کې د اوربند هوکړې سرغړونه بلل کېږي. دده په خبره، جولاني اداره له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د دې ډول بریدونو پر وړاندې روښانه دریځ خپل کړي.
په ورته مهال، د سوریې حکومت هم ویلي چې د اوربند هر ډول سرغړونه به له جدي غبرګون سره مخ شي. السویداء د سوریې له هغو سوېلیو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې په تېرو کلونو کې د بېلابېلو وسلوالو ډلو د فعالیتونو او د دولتي ځواکونو او مخالفانو تر منځ د چټکیو شخړو شاهد پاتې شوی دی.




