ټولنه‌یزمهم خبرونه

اروپايي اتحاديې افغانستان ته د اقليمي بدلون پر وړاندې ۲۵ ميليونه يورو مرسته اعلان کړه

اروپايي اتحاديې ويلي، چې افغانستان کې له اقليمي بدلون سره د مبارزې او د مغذي خوړو د ترويج لپاره يې د نړۍ د خوراکي سازمان (WFP) سره ۲۵ ميليونه يورو مرسته کړې ده. د دې اتحاديې په وينا، يادې پيسې به د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د خلکو د اقليمي مقاومت د پياوړتيا او د کورنيو د خوړو وضعيت د ښه‌والي لپاره ولګول شي.

اروپايي اتحاديې ټينګار کړی، چې افغانستان په وروستيو کلونو کې له پرله‌پسې وچکاليو، سېلابونو او د زراعتي توليداتو له کمېدو سخت زيانمن شوی او زياتو بشري او پراختيايي مرستو ته اړتيا لري. دغه مرسته د اروپايي اتحاديې د دوامداره پروګرامونو يوه برخه ګڼل شوې، چې د بحران ځپلو هېوادونو کې د خوراکي امنيت ملاتړ کوي.

کارپوهان وايي، تغيرات اقليمي په افغانستان کې د ميليونونه خلکو ژوند ګواښلی، او د طالبانو له لورې د اقليمي پاليسۍ نشتوالی د ستونزو کچه نوره هم زياته کړې ده. شنونکي باور لري، چې د طبيعي سرچينو د مديريت په برخه کې د طالبانو بې‌پامي، افغانستان لا ډېرو نړيوالو مرستو ته اړ کولای شي.

نړۍ‌وال د خوراک پروګرام، چې د ملګرو ملتونو د مهمو مرستندويه ادارو څخه دی، اوس مهال په افغانستان کې، په ځانګړي ډول اقليمي لحاظه له خطر سره مخ ولايتونو کې، د خوراکي مرستو رسونه او انکشافي پروژې مخته وړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button