روغتيامهم خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د روغتیایي خدماتو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه

د روغتیا نړیوال سازمان، د نړیوالې روغتیايي پوښښ د ورځې په مناسبت، له کابل څخه په یوه پیغام کې پر دې ټینګار کړی چې د افغانستان د لومړنیو روغتیایي خدماتو سیستم باید پیاوړی شي او د کورنیو لپاره مالي ملاتړ برابر شي. د دې سازمان استازی په افغانستان کې، ډاکټر ادوین سینیزا سلوادور ویلي چې روغتیايي پوښښ د هر انسان بنسټیز حق دی او هېڅوک باید د درملنې د لګښتونو له امله له روغتیایي خدماتو بې‌برخې نشي یا فقر ته ونه لوېږي.

دغه سازمان زیاتوي چې د اړتیاوو زیاتوالی او مالي سرچینو کمښت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د خلکو لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاس‌رسی ستونزمن کړی دی. په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې د روغتیا غیرقابل تحمّله لګښتونه دروند انساني او اقتصادي زیانونه لرلی شي او ګڼ شمېر کورنۍ اړ کېږي چې د روغتیا، زده‌کړو یا خوړو ترمنځ یو انتخاب وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل بیان کې ویلي، سره له دې چې هېوادونو ژمنه کړې چې تر ۲۰۳۰ میلادي کاله پورې به نړیوال روغتیايي پوښښ تحقق ومومي، لا هم د نړۍ له نیمايي ډېر خلک اساسي روغتیایي خدماتو ته لاس‌رسی نه لري. د دې سازمان د ارزونې پر بنسټ، له هر څلورو وګړو څخه یو کس د شخصي روغتیايي لګښتونو د تادیې پر مهال له مالي ستونزو سره مخ کېږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی چې «روغتیا د ټولو لپاره» د دوامداره پراختیايي موخو د ترلاسه کولو اساسي شرط دی او سالمې ټولنې د ټولنیزو او اقتصادي بحرانونو پر وړاندې د مقاومت لوړ ظرفیت لري. دغه بنسټ له حکومتونو، په ځانګړي ډول د طالبانو له ادارې، غوښتي چې د بې‌وزلو وګړو، په ځانګړي ډول د ټیټ عاید لرونکو یا د دوامداره ناروغیو لرونکو کسانو د ملاتړ لپاره بېړني او عملي ګامونه واخلي.

د روغتیايي چارو کارپوهان وايي چې د طالبانو د حاکمیت پر مهال د افغانستان د عامې روغتیا برخه له جدي ستونزو سره مخ شوې ده چې پکې د بودیجې کمښت او ښځو ته د روغتیایي خدماتو محدود لاس‌رسی شامل دي. دوی ټینګار کوي چې پرته له نړیوال ملاتړ او د روغتیایي جوړښتونو له بیا رغونې، په افغانستان کې روغتیايي پوښښ ته رسېدل به ډېر سخت وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button