مهم خبرونهنړیوال

اسرائيلي عسکرو په جنوبي لبنان کې د ملګرو ملتونو پر ګزمه ډزې کړې دي

د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې ځواک (یونیفل) تایید کړې چې د اسرائيلو عسکرو د لبانان په جنوب کې د دوی پر یوې ګزمې ډزې کړې دي. دا پېښه د شرده سیمې ته نږدې رامنځته شوې، او د یونیفل چارواکي وایي چې اسرائيلي ځواکونو د ملګرو ملتونو د شتون له خبرتیا سره سره ډزې کړې دي.

یونیفل په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسرائيلو دغه عمل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پریکړه‌لیک ښکاره او اندېښمنوونکې سرغړونه ده. دغه پریکړه‌لیک د ۲۰۰۶ کال د اسرائيلو او حزب‌الله ترمنځ د جګړې له پای وروسته د اوربند د ټينګښت او د لبنان پوله کې د ثبات لپاره تصویب شوی و.

یونیفل زیاته کړې چې د اسرائيلو دا تکراري او خصمانه کړنې نه یوازې د لبنان لپاره د نړیوال ماموریت باور ته زیان رسوي، بلکې د ملګرو ملتونو د ملکي کارکوونکو امنیت هم له خطر سره مخ کوي. یونیفل له ټولو اړخونو غوښتي چې دې ډول بریدونه سمدلاسه ودرول شي او نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ملګرو ملتونو ځواکونه د ډزو هدف ګرځي؛ تر دې وړاندې هم په ورته پېښو کې د اسرائيلو عسکرو د لبنان د جنوب په پوله کې د ملګرو ملتونو پر ګزمو ډزې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button