نړۍوال سازمانونه د سمنگان زلزلهځپلو ته مرستې رسوي

د سمنگان ولایت د نخچیر ولسوالۍ کې د ۶.۳ ریشتر په کچه زلزلې له امله، یو شمېر نړیوالو سازمانونو د زلزلهځپلو سره د پیوستون اعلان کړی او د بیړنیو مرستو او درملنې ډلې یې اغېزمنو سیمو ته لېږلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه سازمان کارکوونکي له خپلو شریکو موسسو سره یوځای سیمې ته رسېدلي، څو د زیانمنو شویو خلکو عاجلې اړتیاوې وارزوي او د مرستو بهیر پيل کړي. یوناما زیاته کړې چې، که څه هم د هرات ورستۍ ویجاړوونکې زلزلې له پېښېدو زیات وخت نه دی تېر شوی، خو اوس د هېواد شمال هم له طبیعي افتونو سره مخ دی.
د اروپایي اتحادیې له لوري هم د سمنگان او بلخ ولایتونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ تر څرګندولو وروسته، ویل شوي چې د هوايي څېړنو له لارې د زیانونو ارزولو لړۍ پیل شوې ده. دغه اتحادیه پر ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې له افغان ولس سره ولاړه ده.
د ناروې د کډوالو شورا (NRC) هم د تېرې شپې زلزلې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده، او ویلي چې د دوی بیړنۍ ډلې د زیانونو او عاجلو اړتیاوو معلومولو لپاره زلزلهځپلو سیمو ته لېږل شوې دي. دغه سازمان د اغېزمنو کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ، د مرستې ډاډ ورکړی.
ورسره مهال، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې څو ساعته وروسته له زلزلې، د درملنې ډلې او اړینې طبي وسایل یې محلې روغتونونو ته استولي دي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د افغانستان په لویدیځ کې د وروستي ناورین تر څنګ، اوس د هېواد شمال کې هم د بیړنو مرستو اړتیا څرګنده شوې ده.
د طالبانو د ادارې د رسمي راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۲۰ تنه په دې پېښه کې وژل شوي او تر ۳۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي. خو د مرګژوبلې کره شمېر لا تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي انځورونه ښيي چې یو شمېر تاریخي ودانۍ هم په دې زلزله کې زیانمنې شوې دي. د مزار شریف ښار تاریخي روضه مبارک جومات چې د هېواد په شمال کې مهم مذهبي زیارت ګڼل کېږي، هم زیان لیدلی. د مسجد دېوالونه چاک شوي او دننه ته نږدې یې یو شمېر مصالح راغورځېدلي دي.




