د مهاجرینو خبرونهدوهم سرلیکمهم خبرونه

د استرالیا د کډوالو شورا: د افغانستان د سفارت تړل دې ودرول شي

د استرالیا د کډوالو شورا ویلي، چې د استرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ ادارې له خوا د کانبرا کې د افغانستان د سفارت د بندېدو راپورونو وروسته، دوی خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دې شورا ویلي، چې یادې ادارې چارواکي هڅه کوي د افغانستان د سفارت فعالیتونه وځنډوي، یو ګام چې ښايي په استرالیا کې زرګونه افغان وګړي له ضروري قونسلي او ډیپلوماتیکو خدماتو بې‌برخې کړي.

شورا دا خبره په یوه اعلامیه کې کړې او لیکلي یې دي، چې دوی د استرالیا د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کډوالۍ، کلتوري چارو، نړیوالې پراختیا، ښځو چارو او عامه خدماتو وزیرانو ته رسمي لیک استولی، چې پکې یې له دې پرېکړې د عاجلې بیاکتنې غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: “د افغانستان سفارت په کانبرا کې د یوه ‘خپلواکه نمایندګي’ په توګه، افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته ضروري خدمات ترسره کوي او د هغه تړل کېدل کولی شي پراخې ستونزې رامنځته کړي.”

راپورونه ښيي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د افغانستان د استازو ډیرو دفترونو فعالیتونه په یو شمېر هېوادونو کې له جدي خنډونو سره مخ شوي دي. د کډوالۍ کارپوهان وايي، چې د طالبانو اداره نړیوال مشروعیت نه لري او دوی د منظم ډیپلوماتیکو خدماتو په چمتو کولو کې پاتې راغلي، چې دا کار له هېواده بهر افغان کډوالو ته لا زیات فشارونه وارد کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button