امنیت او پېښېمهم خبرونه

طالبانو د پنجشير د چاودنې راپورونه رد کړل

د طالبانو له لوري د پنجشير لپاره ټاکل شوی والي سیف‌الدین لتون وايي چې په تېرو درېو کلونو کې په دې ولايت کې هېڅ ډول امنيتي پېښه نه ده ثبت شوې او جرمونه په پام وړ ډول کم شوي دي. نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې ټينګار کړی چې د پنجشير د چاودنې راپورونه بې‌اساسه دي.

لتون د طالبانو اداري څرګندونې ته په اشارې سره ويلي، چې د دې ولايت امنيتي وضعیت “په بشپړه توګه ډاډمن” بلل شوی او ادعا کوي چې پنجشير اوس يو تجارتي او سېلاني سيمه ګرځېدلې. خو ځايي شنونکي وايي چې دا ډول څرګندونې د طالبانو له لوري تر ډېره د هغه هدف لپاره کېږي چې په هغو سيمو کې ثبات وښيي چې پخوا پکې پراخې جګړې او مقاومت روان و.

پنجشير د افغانستان په شمال ختيځ کې موقعيت لري او له ۲۰۲۱ کال وروسته، کله چې جمهوري حکومت نسکور شو، دا ولايت د مخالفو ځواکونو او د طالبانو د ادارې ترمنځ د دوامدارو شخړو شاهد و. د دې ولايت ځينو اوسېدونکو تر دې وړاندې له شدیدو تګ‌ راتګ محدوديتونو او د طالبانو له خوا پر ولس د امنيتي فشارونو شکایت کړی و. له بلې خوا، د رسنيو د محدود لاسرسي له امله، خپلواکې سرچينې نشي کولای د دې ولايت اوسنی امنيتي حالت په خپلواکه توګه تأييد کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button