سياستمهم خبرونه

سهیل شاهین په قطر کې د بریتانیا له ځانګړي استازي سره لیدلي

د طالبانو د ادارې سفارت په قطر کې ویلي چې سهیل شاهین، چې د دې سفارت سرپرستي پر غاړه لري، له ریچارد لیندزی، چې د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی دی، سره لیدلي دي. د دې لیدنې پر مهال، د بحث اصلي موضوع بریتانیا کې مېشتو افغان وګړو ته د کنسولي خدماتو وړاندې کول وو.

د سفارت په وینا، دواړو خواوو د افغانستان د روانو سیاسي حالاتو، بشري مرستو، ښوونې او اړوندو نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې کړي دي. دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې تر اوسه نه بریتانیا او نه هم ګڼ شمېر نور هېوادونه د طالبانو اداره په رسمیت پېژندلې ده.

ځینې شنونکي باور لري چې دا ډول لیدنې که څه هم کولی شي د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره یوه لاره پرانیزي، خو باید د طالبانو د ادارې د مشروعیت نښه ونه ګڼل شي. ګڼ شمېر افغان وګړي او مدني بنسټونه غوښتنه کوي چې بهرني هېوادونه باید د طالبانو له ادارې سره په تعامل کې د بشري حقونو د درناوي او د افغان ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو د زمینې برابرولو ته لومړیتوب ورکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button