مهم خبرونهنړیوال

امريکايي څېړوونکی: د افغانستان د جمهوري نظام د نسکورېدو اصلي لامل د واشنګټن تېروتنې وې

جنیفر بریک مورتازاشویلي، چې د حکومت‌ولۍ او د افغانستان د مطالعاتو په برخه کې یوه پېژندل شوې امريکايي څېړونکې ده، په خپل وروستي راپور کې چې د «ډيموکراسي» په مجله کې خپور شوی، ټینګار کړی چې د افغانستان د جمهوري نظام سقوط د متحده ایالاتو د ناسم سیاست او غلطو طرحو پایله وه. نوموړې هغه روایتونه رد کړي چې د جمهوري نظام د نسکورېدو اصلي لامل یې د افغانستان ذاتی فساد یا د دې هېواد فرهنګي کمزورې سیاسی کلتور ته منسوبوي.

د دې څېړونکې په باور، له ۲۰۰۱ کال وروسته د دولت په بیا رغونه کې جوړښتي تېروتنې، د قدرت د تمرکز هڅې د محدودو کړیو په لاس کې، او د افغانستان قومي، ژبني او ټولنیز تنوع ته نه پاملرنه، د داسې نظام د جوړېدو سبب شول چې د خلکو ترمنځ یې مشروعیت نه درلود. مورتازاشویلي لیکلي، لوېدیځ هېوادونو پر ځای د دې چې خپلواکه او د خلکو پر مشارکت ولاړ جوړښتونه رامنځته کړي، پخوانۍ استبدادي نمونې بیا را ژوندي کړې، او په پایله کې داسې یو حکومت رامنځته شو چې د طالبانو د ادارې فشارونو پر وړاندې ونه درېد.

نوموړې زیاته کړې چې متحده ایالاتو د افغانستان له پېچلي واقعیت څخه سمه درک نه درلوده او د کورنیو لیدلورو له پامه غورځول یې د جمهوري نظام د چټک سقوط زمینه برابره کړه. دا تحلیل په داسې حال کې خپرېږي چې لا هم د تېرې دوه لسیزې تحولاتو کې د نړیوالې ټولنې د تېروتنو پر رول، د پوهنتوني او سیاسي حلقو تر منځ بحث روان دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button