مهم خبرونهنړیوال

يو چينايي شرکت په پاکستان کې د لمريزې برېښنا د پینل فابريکې جوړېدو ته چمتووالی ښودلی

چينايي شرکت “هبئی جوهانګ” ويلي، چې دغه هيواد چمتو دی په پراخه ډول پانګونه وکړي تر څو په پاکستان کې د لمريزې برېښنا يو ستر پینل جوړوونکی کارخانه جوړه کړي. دا پرېکړه د دغه شرکت د استازي “وانګ جيان‌بین” او پاکستاني چارواکو ترمنځ په يوه کتنه کې اعلان شوې ده.

وانګ جيان‌بین ویلي، چې شرکت يې پلان لري د نويو او بيا توليدېدونکو انرژیو او پرمختللو ټکنالوژۍ په برخو کې څو میلیارده ډالر پاکستان ته پانګونه وکړي. هغه ټینګار کړی، چې چين غواړي له اسلام‌اباده سره تخنیکي او صنعتي همکاری لا پراخې کړي.

په همدې کتنه کې د پاکستان د پانګونې وزير “قيصر احمد شيخ” د چينايي شرکت له دې پلان هرکلی کړی او دا يې د شنو صنعتونو د پراخوالي او د کارموندنې لپاره يو مهم ګام بللی. نوموړي د پاکستان او چین اړیکې “ستراتیژیکې او پر ګډو ګټو ولاړې” یادې کړي دي.

کارپوهان وايي، چې په تېرو کلونو کې د پاکستان او چين ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکې، په ځانګړي توګه د سترو زیربنايي پروژو په چوکاټ کې، پیاوړې شوي دي. چين پاکستان د خپل د سوېل آسيا پراختيايي پلان يو مهم شریک بولي او په پاکو انرژیو کې پانګونه د سيمې اقتصادي ثبات د ستراتيژۍ يوه برخه ګڼي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button