سوری فعال د سوریې د قومي بېاتفاقیو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی

سوری فعال طارق الاحمد ویلي، چې سوریه د خطرناک قومي وضعیت سره مخ ده او که اوسني سیاستونه دوام ومومي، ښايي هېواد د تاوتریخوالي او کورنیو جګړو نوې څپې سره مخ شي.
نوموړي د سیمهییزو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په سوریه کې د قومي ډلبندیو کچه په اندېښمنونکې توګه لوړېدلې، او د جولاني – چې ځانمرګی ولسمشر بلل کېږي – پلویانو کړنې دا ټولنیزې درزونه لا ژورې کړې دي. د هغه په وینا، اوسنی حکومت د امنیتي غبرګونونو او نظامي پرېکړو پر بنسټ چلېږي، او د مدني مشارکت او خبرو اترو لپاره زمینه نږدې له منځه تللې ده.
الاحمد د عدليې وزارت د پخوانیو کارکوونکو نیول د انسانحقونو د سرغړونې ښکاره نښه بللې او ټینګار یې کړی، چې مذهبي او قومي لږکۍ په هېواد کې له هدفمندو بریدونو او پراخ تبعیض سره مخ دي.
نوموړي ویلي، چې د سوریې ولس غواړي یو داسې هېواد ولري چې پر قانونمحوریت او مدني ګډ ژوند ولاړ وي. د هغه په باور، د سوریې راتلونکی دوه متضادو لارو ته ولاړ دی: یا د مدني ارامتیا او دموکراسۍ لور ته پرمختګ، یا بېرته د قومي نفاق او بېثباتۍ اور ته لوېدل.




