امریکا پر عراق د تر ټولو پراخو بندیزونو د لګولو لپاره چمتوالی نیسي

رسمي سرچینې په بغداد کې وايي چې متحده ایالات د خپلو وروستیو کلونو له سترو بندیزي بستهګیو څخه یوه د اعلان په درشل کې ده، چې پر عراق به ولګول شي. دغه بسته به یو شمېر سیاسي، اقتصادي او پوځي چارواکي، او همداراز ځینې په انرژي او خدماتي سکتور کې فعال شرکتونه شامل کړي.
یادې سرچینې چې له «العربي الجدید» ورځپاڼې سره یې خبرې کړې دي، ویلي چې امریکايي پلاویو په خپلو وروستیو سفرونو کې بغداد ته د واشنګټن له نیت څخه خبر ورکړی، چې غواړي یو شمېر عراقي کسان او ادارې د بندیزونو لیست ته ورزیاتې کړي. دغه کسان تورن دي چې له هغو ډلو او بهیرونو سره همکاري کوي چې له بهرنه مالي ملاتړ ترلاسه کوي.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي تایید کړې چې نوی لیست به د هغو لوړپوړو پوځي څېرو نومونه هم ولري چې په پارلمان کې هم استازیتوب لري. نوموړي زیاته کړې چې دغه بندیزونه به د امریکا د خزانې وزارت له خوا رسمي اعلان شي.
د باخبره سرچینو د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت پخوا له غیر رسمي لارو له بغداد سره خبرې کړې وې او ورته یې خبر ورکړی چې غواړي خپل دوهاړخیزې اړیکې له سره تعریف کړې او د عراق په وړاندې خپله سیاسي تګلاره بدله کړي. دغه اقدام د واشنګټن د فشار او کنټرول هغه سیاست بلل شوی چې د اشغالګرو امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هم پر عراق د اغېز لرلو لپاره دوام لري.
کارپوهان باور لري چې دغه بندیزي بسته چې د اعلان په حال کې ده، د خپل پراخوالي او د شاملو کسانو او ادارو د شمېر له پلوه به تر دې مخکې پر عراق له لګول شویو ټولو بندیزونو لویه وي.




