د افغانستان د تنفسي ناروغیو په پېښو کې ۵۴ سلنه زیاتوالی، روغتیا نړیوال سازمان اندېښمن دی

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه میاشتني راپور کې ویلي چې د اکټوبر په میاشت کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو له امله د ۱۹۷ کسانو مړینه ثبت شوې چې د سپټمبر میاشتې پرتله ۵۴ سلنه زیاتوالی ښيي. دغه سازمان دا وضعیت اندېښمنوونکی بللی او زیاتوي چې د هوا ساړه کېدل او د روغتیایي خدماتو نهلاستهرسی د دې زیاتوالي اصلي عوامل دي.
راپور زیاتوي چې د ملاریا ناروغۍ په برخه کې څه دپاسه ۱۵ زره او ۲۰۰ کسان په اکټوبر کې اخته شوي، چې زیات شمېر یې په ختیځو ولایتونو پورې اړه لري. خو د سپټمبر میاشتې پرتله، د ناروغانو شمېر ۱۰ سلنه راټیټ شوی او هیچا له دې ناروغۍ مړه شوي نهدي.
په ورته وخت کې، راپور څرګندوي چې د دنگي تبې مثبتې پېښې په اکټوبر کې تر ۱۸۰۰ زیاتې ثبت شوې، که څه هم مړینه نه لري، خو دا کچه د تېرې میاشتې پرتله له پنځه برابره ډېروالی ښيي. دا پېښې تر ډېره د ننګرهار ولایت نه راپور شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په اکټوبر میاشت کې په ټول افغانستان کې څه باندې ۳۰۹ زره کسان په نسناستو اخته شوي دي چې له امله یې ۸ تنه مړه شوي دي. د کانګو تبه بیا ۱۲۰ کسان وهلي او ۵ مړینې لري، چې دا شمېر د سپټمبر پرتله ۲۵ سلنه کموالی ښيي. دا ناروغۍ تر ډېره په کابل، مزارشریف، کندهار او شبرغان کې ثبت شوې دي.
په سرخک (شري) ناروغۍ کې هم زیاتوالی لیدل شوی، چې د راپور له مخې، په اکټوبر کې تر ۳۷۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې او پنځه کسان یې له کبله مړه شوي دي. ددې ناروغۍ پېښې په کابل، لشکرگاه، تالقان او مزارشریف کې زیاتې دي.
روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان د صحې بحرانونو ته د ښه ځواب ویلو لپاره ۲۷۹.۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۱۲۳ میلیونه ډالر مرسته ترلاسه شوې ده. روغتیايي کارپوهان باور لري چې د طالبانو د ادارې د وړتیاوو کمښت او د مالي سرچینو محدودیتونه د ناروغیو د پراخېدو او په بېلابېلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د کمښت اصلي عوامل بلل کېږي.




