شمالي افغانستان ته د زلزلې وروسته د ژغورنې ټيمونه لېږل شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې د نړيوالو بشري مؤسسو په همکاري يې شمالي افغانستان ته د مرستو ټيمونو لېږلو بهير پيل کړی دی.
د دې ادارې په رسمي خبرپاڼه کې ويل شوي، چټک غبرګون کوونکي ټيمونه اوس د زلزلې له امله زيانمنو شويو سيمو ته رسېږي، څو د ژغورنې عملياتو ترڅنګ له اغېزمنو شويو کورنيو سره بېړنۍ مرستې ووېشي.
د تېرې شپې ناوخته زورورې زلزلې د افغانستان په څو شمالي ولايتونو کې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
اوچا خبرداری ورکړی چې ښايي د دې طبيعي پېښې تلفات نور هم زيات شي، ځکه چې تر اوسه د وژل شويو، ټپيانو او اغېزمنو شويو کسانو کره شمېر نه دی څرګند شوی. ځينې ځايي مرستندويه ادارې وايي، د لارو خرابوالی او د مخابراتي شبکو پرې کېدل لامل شوي چې ځينو سيمو ته د مرستو رسېدنه وځنډېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره تر اوسه د طبيعي پېښو له بحرانونو سره د اغېزمنې مبارزې اړينه چمتووالی او ظرفيت نه دی ښوولی. د دې ادارې تېرې کړنې هم د ورته پېښو په مديريت کې د کورنيو او نړيوالو مرستندويانو اندېښنې راپارولي دي.




