پر مسجدالاقصی د یرغلګرو یهودانو برید او د فلسطینیانو کورونو ته ګوزار

فلسطیني سرچینې وایي چې د سې شنبې په سهار لسګونه اسرائیلي مېشت کوونکي د اشغالګرو ځواکونو په ملاتړ د بیتالمقدس مسجدالاقصی صحن ته ننوتي او د دې سپېڅلي ځای حرمت یې مات کړی دی. د اشغال شوي قدس ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۱۸۲ مېشت کوونکي د مسجدالاقصی مقدس حریم ته داخل شوي دي.
د وادي حلوه معلوماتي مرکز هم په خپل وروستي میاشتني راپور کې ویلي، چې یوازې د نومبر میاشت کې تر څلورو زرو ډېر مېشت کوونکي د اسرائیلي پوځ د ملاتړ لاندې د مسجدالاقصی صحن ته په منظمه توګه داخل شوي او یهودي مذهبي مراسم یې علناً ترسره کړي دي. دغه مرکز زیاتوي چې دا دوامداره یرغلونه د اسرائیلي رسمي ادارو له خوا مستقیم ملاتړ لري او دا عملونه د مسجدالاقصی تاریخي او مذهبي حالت د بدلون ښکاره هڅه ګڼل کېږي؛ یو موضوع چې د فلسطینیانو او د اسلامي او بشري میراث ملاتړو ادارو تر منځ پراخې اندېښنې راپارولې دي.
پر دې سربېره، په اشغال شوي قدس ښار کې د فلسطینیانو د کورونو جبري تخلیې لړۍ هم زور اخیستی دی. د بطن الهوى سلوان سیمه کې دوه فلسطیني کورنۍ، شوېکي او عوده، د افراطي اسرائیلي سازمان “عطیرت کوهِنیم” په ګټه صادر شویو حکمونو له مخې له خپل کور څخه د وتلو امر ترلاسه کړی دی. هممهاله، اشغالګرو ځواکونو د همدې سیمې د الرجبی کورنۍ کور ته هجوم وروړی او وروستی د تخلیې اخطار یې ورکړی.
دغه ملک درې استوګنیزې واحدونه لري او شاوخوا ۵۰ تنه، چې پکې ماشومان او مشران شامل دي، پکې ژوند کوي. د دغو حکمونو په پلي کېدو سره، دا کسان د بېسرپناه کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي؛ یو حالت چې د بشري حقونو دفاعي ادارې یې د قدس ښار څخه د اصلي اوسېدونکو د منظمو اخراجونو یوه بله بیلګه بولي.




