په پنجشیر کې له کانونو څخه د پنځه زره قیراطه زیورتي زمردو پلور خبر ورکړل شو

د طالبانو د ادارې مسوولینو په پنجشیر ولایت کې ویلي چې له یاد ولایت څخه ۵،۴۳۵ قیراط زمرد د کانونو د ساتنې کمېټې په حضور کې، په مجموعي توګه د ۱۸۹،۹۹۰ امریکايي ډالرو په بدل کې هېوادنیو سوداګرو ته پلورل شوي دي.
د طالبانو له خوا په پنجشیر کې ګمارل شوی والي سیفالدین لتون رسنیو ته ویلي چې دا قیمتي ډبرې تازه له محلي کانونو څخه ایستل شوې وې او د رسمي بهیر له لارې وپلورل شوې.
پنجشیر د افغانستان له هغه ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې د زیورتي ډبرو، په ځانګړي ډول زمردو، په زېرموسره شهرت لري. خو سیمهییزې سرچینې او اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د کانونو د کیندنې او پلور بهیر کې د شفافیت نشتوالی — په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي — کولی شي د فساد، چاپېریال ته د تاوان او د خلکو د عامو ګټو د له منځه وړو لامل شي.
په اوسنیو شرایطو کې طالبان د هېواد طبیعي زیرمې له خپلواکو بنسټونو څخه د څار پرته ایستلي او پلوري؛ دا موضوع د دې ځای خلکو لپاره د عایداتو د استفادې څرنګوالي په اړه پراخې اندېښنې راولاړې کړي دي.




