روغتيامهم خبرونه

نړیوالو ۱.۹ میلیارد ډالره د پولیو بشپړ له منځه وړلو لپاره ژمنه وکړه

په ابوظبي کې په یوه نړیوال کنفرانس کې، د بیلابیلو هېوادونو مشرانو، خیریه بنسټونو او روغتیايي شریکانو د پولیو ناروغۍ د بشپړې له منځه وړلو لپاره ۱.۹ میلیارد ډالره مرسته اعلان کړه. د «نړیوالې پولیو له منځه وړنې ابتکار» سازمان د اعلامیې له مخې، له دغو مرستو څخه، له ۱.۲ میلیارد ډالرو زیاتې نوې ژمنې دي چې د ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۹ کلونو لپاره د دغې برنامې د ستراتیژیک بودیجې کمښت به تر ۴۴۰ میلیون ډالرو راکم کړي.

د کنفرانس جوړوونکو وویل، دغه مرستې به هر کال شاوخوا ۳۷۰ میلیونه ماشومان ته د واکسین زمینه برابره کړي او همدارنګه به د هغو هېوادونو روغتیايي سیستمونه چې له خطر سره مخ دي، تقویه کړي. تر ټولو سترې مرستې د بیل او ملېندا ګېټس بنسټ له لوري ۱.۲ میلیارد ډالر، د محمد بن زاید بشري بنسټ له خوا ۱۴۰ میلیون ډالر، نړیوال روټري بنسټ له لوري ۴۵۰ میلیون ډالر او بلومبرګ بنسټ له خوا ۱۰۰ میلیون ډالر اعلان شوي دي. سربېره پر دې، پاکستان ۱۵۴ میلیون ډالر، جرمني ۶۲ میلیون ډالر، متحده ایالات ۴۶ میلیون ډالر، جاپان ۶ میلیون ډالر، د امریکا اسلامي تغذیې شورا ۴ میلیون ډالر، او لوکزامبورګ ۳ میلیون ډالر مرستې اعلان کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس، تیدروس ادهانوم، په خپله وینا کې وویل چې نړۍ د پولیو ناروغۍ د بشپړې له منځه وړلو د تاریخي بریالیتوب په درشل کې ده او هېوادونه باید په ګډ عمل او عاجل اقدام سره دا انساني هدف عملي کړي.

افغانستان د نړۍ له هغو یوازنیو دوو هېوادونو څخه دی چې لا هم پکې د پولیو ویروس د انتقال خطر شتون لري. ډاکټران وایي چې د دې ناروغۍ بشپړ له منځه وړل، تر مالي سرچینو او واکسین کمپاینونو سربېره، د خلکو د عامه پوهاوي زیاتوالي ته هم اړتیا لري. ډاکټر مددخان دانشور ټینګار وکړ چې د واکسین په اړه د خلکو د باور د بدلون لپاره باید منظم پوهاوي پروګرامونه پیل شي، څو کورنۍ خپلې ماشومان د پولیو واکسین ته حاضر کړي. همدارنګه ډاکټره عارفه زیاته کړه چې له دې ناروغۍ سره د ماشومانو فلج کېدلو له امله، باید میندو ته پوهاوی ورکړل شي او هغوی وهڅول شي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان تېر میلادي کال کې په افغانستان کې له ۲۰ زیات د پولیو مثبتې پېښې ثبت کړې وې، خو د طالبانو تر ولکې لاندې عامې روغتیا وزارت دغه راپورونه رد کړي دي. سره له دې، افغانستان تر اوسه د نړیوالو سازمانونو له خوا د پولیو څخه پاک هېواد نه دی پېژندل شوی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button