په فاریاب کې درې جلا ټرافیکي پېښو درې تنه وژلي

د فاریاب د امنیت ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې جلا ټرافیکي پېښو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د درې کسانو ژوند اخیستی دی.
د فاریاب د امنیت ریاست ویاند وايي، لومړۍ پېښه د میمنې ښار د پنځمې ناحیې «پریدگاه» سیمه کې شوې. په دې پېښه کې یو باروړونکی موټر له یوې ۲۴ کلنې مېرمنې سره ټکر کړی چې له امله یې نوموړې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د پېښې چلوونکی د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوی دی.
په دویمه پېښه کې چې د میمنې ښار په «تکلیخانه» سیمه کې شوې، یو ۱۲ کلن ماشوم له یوه موټرسایکل سره د ټکر له امله وژل شوی دی. ویل کېږي، موټرسایکلچلوونکی له ځایه تښتېدلی او دا مهال امنیتي ځواکونه د هغه د نیولو لپاره پلټنې کوي.
درېیمه پېښه په دولتآباد ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې پکې د «خاور بنز» ډوله موټر له یوه سوزوکي موټر سره ټکر کړی او د سوزوکي موټر چلوونکی ژوند له لاسه ورکړی دی. د راپورونو له مخې، د خاور موټر چلوونکی نیول شوی دی.
په فاریاب کې د ټرافیکي پېښو تکرار او د خلکو مرګ ژوبله، پر سړکونو د ټرافیکي مدیریت، د موټرچلوونکو نظارت او د سړکونو د خوندیتوب د تدابیرو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د فاریاب ځینې اوسېدونکي له طالبان چارواکو جدي غوښتنه کوي چې د سړکونو د امنیت د ښه والي او د ټرافیکي قوانینو د پلي کېدو په برخه کې جدي اقدامات وکړي.




