ټولنه‌یزمهم خبرونه

یونیسف د تورخم په پوله افغان راستنېدونکو ته پاکې اوبه برابروي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د تورخم د صفري نقطې په سیمه کې افغان راستنېدونکو ته د څښاک د پاکو اوبو خدمتونه برابر کړي دي. دا اقدام په ځانګړي ډول هغو ماشومانو او کورنیو ته مرسته کوي چې تازه له پاکستان څخه راستانه شوي او غواړي چې د پاکو اوبو په کارولو سره د اوبو له لارې خپرېدونکو ناروغیو څخه ځان وساتي.

یونیسف وایي دا پروژه د یوه همکار بنسټ په مرسته او د سویدن د نړیوالې پراختیا ادارې (Sida) د مالي ملاتړ له لارې عملي شوې ده. د هېواد د سرحدي سیمو، لکه تورخم، په څېر ځایونو کې د پاکو اوبو وېش د هغو راستنېدونکو کډوالو د روغتیا لپاره ډېر اهمیت لري چې د سفر پر مهال له جدي روغتیايي ننګونو سره مخ دي.

که څه هم د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو برابرول د افغانستان د مسؤلو ادارو دنده بلل کېږي، خو د طالبانو حکومت له کم‌کارۍ او د مدیریت له نشتوالي له امله تل پاتې او بسیايي خدمتونه نه‌دي برابر کړي. له همدې امله، د نړیوالو بنسټونو رول د راستنېدونکو افغانانو په ملاتړ کې لا هم حیاتي پاتې شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button