سياستمهم خبرونه

د طالبانو ادارې د اداري فساد پر ضد د اسانتیاوو رامنځته کولو هڅې پیل کړې

د طالبانو د ادارې چارواکي وايي چې د اداري فساد د راکمولو لپاره یې نوې طرحه جوړه کړې ده. د دغه ادارې د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت ویلي چې دا مهال پر یوې طرحې کار روان دی چې هدف یې د اداري چارو اړوند پروسې ساده کول دي او دغه بهیر په چټکۍ سره روان دی.

ښاغلي فطرت ټینګار کړی چې د دې برنامې موخه د اداري فساد مخنیوی دی، خو دا امکان هم شته چې له ځینو ننګونو سره مخ شي. هغه زیاته کړه چې د طالبانو اداره هڅه کوي تر خپله وسه پورې د فساد مخه ونیسي.

په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د ادارو بد مدیریت او د اداري پروسې پېچلتیا یوازني عوامل ګڼل شوي چې فساد ته زمینه برابروي. اوس منتقدین له طالبانو غواړي چې دا ډول اقدامات شفاف او تر دوامدارې څارنې لاندې وي، او زیاتوي چې له فساده سره اصلي مبارزه هغه وخت ممکنه ده چې شفافیت، ځواب ویلو وړتیا او عملي ژمنتیا موجوده وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button