اقتصادمهم خبرونه
دهقانان غزني: له پاکستان سره د سوداګرۍ بندېدل کافي نهدي، بازارونه او سړې خونې پکار دي

په غزني ولايت کې يو شمېر کروندګر د طالبانو له خوا له پاکستان سره د سوداګرۍ د بندېدو پرېکړه ستايي او وايي، دا اقدام کولی شي د کرنيزو محصولاتو د عرضه کولو په برخه کې ځینې ستونزې راکمې کړي.
خو دغه کروندګر جدي اندېښنې لري او وايي چې لا هم د باور وړ بازارونو نهشتون یوه اساسي ستونزه پاتې ده. دوی ټينګار کوي چې تر هغو چې د کرنيزو محصولاتو د خرڅلاو منظمې لارې او معياري سړې خونې برابرې نهشي، د دوی حاصل له ضايع کېدو سره مخامخ دی.
د غزني کروندګر د محصلاتو د ضايع کېدو د مخنيوي او د ولايت جنوبي ولسواليو د کرنيز اقتصاد د ملاتړ لپاره د ثابتو بازارونو جوړېدل او معياري سړو خونو احداث ضروري ګڼي. د دوی په وينا، د طالبانو اداره بايد د کروندګرو د زحمت د ساتنې او د کرنې د پراختيا لپاره عملي او دوامداره اقدامات وکړي.




