د قزاقستان د ولسمشر ځانګړی استازی کابل ته تللی او د طالبانو له بهرنیو چارو له سرپرست سره لیدنه کړې

پرکین توکوموف، چې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړی استازی دی، د دوشنبې په ورځ کابل ته ورسیده او د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر، امیرخان متقي، سره یې ولیدل. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دې لیدنې اصلي محور د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د وروستیو سیمهییزو مسایلو ارزونه وه.
په دې ناسته کې امیرخان متقي وویل چې غواړي د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ اړیکې د ډیپلوماسي، تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې وي. هغه زیاته کړې، چې د طالبانو تر ادارې لاندې دولت باور لري چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پرمختګ کړی دی.
له بلې خوا، پرکین توکوموف ټینګار کړی چې هېواد به یې له افغانستان سره هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي. نوموړي وویل، چې د سیمې تلپاتې ثبات ته رسېدل د ټولې سیمې د هېوادونو ګډ مسؤلیت دی او دا هدف د اعتماد او اقتصادي همکارۍ له لارې ترلاسه کیدلای شي.
که څه هم د طالبانو چارواکي د نړیوالو اړیکو پر پراخولو ټینګار کوي، خو یو شمېر شنونکي باور لري چې د دې ادارې محدودیتونه او پالیسۍ د افغانستان سیمهییز موقف او له نړۍ سره تعامل ته زیان رسولی دی.




