عبدالکریم خرم: افغانستان لا هم د امریکا په ستراتیژیکو پلانونو کې مهم جیوپولیټيک ځای لري

عبدالکریم خرم، چې مخکې د افغانستان د پخواني ولسمشر د دفتر مشر او وزير پاتې شوی، وایي چې افغانستان لا هم د امریکا په ستراتیژیکو پلانونو کې مهم جیوپولیټيک رول لري. نوموړی دغه خبرې د امریکا د نویو امنیتي راهبردونو په اړه د راپورته شویو بحثونو په غبرګون کې کړې او وایي چې په دغو اسنادو کې د افغانستان نشتوالي ته د بېاهمیته هېواد په سترګه نهشي کتل کېدای.
ښاغلي خرم په خپل اکس (پخوانی ټویټر) کې په خپره کړې یادونه کې ویلي چې افغانستان د سیمې او نړۍ په جیوپولیټيکو معادلو کې یو کلیدي ټکی دی، او تر ټولو مهم رول یې دا دی چې د چین د محدودولو په سیاستونو اغېز واردوي. هغه زیاتوي، که څه هم امریکا په وروستیو اسنادو کې د «مونرو د دکترین» او د امریکا په وچه تمرکز ته اشاره کړې، خو لا هم پر نړیواله کچه د خپل نفوذ او برلاسۍ پر دوام ټینګار کوي.
د نړیوال سیاست پوهان وايي، د افغانستان جغرافیایي موقعیت چې له چین او روسیې سره په ګاونډ کې موقعیت لري، سبب شوی چې د مرکزي او سويلي آسیا په برخه کې د امریکا ګټې د افغانستان له پامه غورځولو پرته پوره نهشي. له همدې امله، په رسمي اسنادو کې د افغانستان څرګند نادیدهنیول د دې هېواد د ستراتیژیک اهمیت د لهمنځه تګ معنا نهلري.




