امنیت او پېښېمهم خبرونه

په جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله د فاریاب د لیسې څلور فارغان مړه شول

محلي سرچینې په فاریاب ولایت کې وایي چې د مېمنې ښار د «عرب‌خانه» تجربوي لیسې څلور فارغ‌تحصیلان د جوزجان په شبرغان – اندخوی لویه لار کې د ترافیکي پېښې له امله مړه شوي دي. دا ځوانان چې د مکتب له فراغت وروسته د تفریح لپاره له خپلو ملګرو سره د بلخ مرکز مزارشریف ته تللي وو، د بېرته راستنېدو پر مهال له پېښې سره مخ شوي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا پېښه پرون مازیګر د خواجه‌دوکوه ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. په دې پېښه کې د څلورو کسانو له مړینې سربېره، دوه نور کسان هم ټپیان شوي دي. د پېښې دقیق لامل تر اوسه معلوم نه دی او د طالبانو اداره تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان د سړکونو خرابوالي، د لویو لارو تنګوالی، د ترافیکي قوانینو نه مراعات، او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي د ترافیکي پېښو د زیاتوالي عمده عوامل بلل شوي دي. د دغو ستونزو ناهلیدل او د طالبانو د ادارې له‌خوا د سړکونو امنیت ته جدي پاملرنه نه کول د ورته ناوړو پېښو د تکرار سبب ګرځېدلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button