له ایران څخه د ۱.۸ میلیونه افغان کډوالو اسلاميقلعه له لارې هېواد ته ستنیدل

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، روان کال کې د افغان کډوالو د بېرته ستنیدو پراخ موج له ایران څخه لیدل شوی دی. د ایراني چارواکو په وینا، تر یو میلیون او ۸۰۰ زره ډېر افغان وګړي سږ کال د اسلاميقلعه له پولې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. امرالله شمقدري، چې د ایران د پولې چارواکی دی، ویلي چې دا شمېر د خراسان رضوي ولایت او همداراز د نورو ولایتونو له لارې اسلاميقلعه ته ورستنېدلي دي.
د افغان کډوالو د ستنیدو ثبت شوې شمېره، د څو وروستیو کلونو د تر ټولو لویو بېرته ستنیدونکو څپو له جملې څخه بلل شوې ده. اسلاميقلعه، چې د افغانستان په لویدیځ کې پرته ده، د افغانستان او ایران ترمنځ له مهمو رسمي سرحدي تګ راتګ ځایونو څخه شمېرل کېږي، او ډېری کډوال له همدې لارې تګ راتګ کوي.
د کډوالۍ چارو پوهان وايي، دا پراخ بېرته ستنیدنه د ستنيدونکو افغانانو لپاره له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مل ده. سره له دې چې د اخراج او بېرته ستنیدو څپه لوړه شوې، خو د طالبانو حکومت تر اوسه د بېرته ستنیدونکو د جذب او ملاتړ لپاره مؤثر پلان نهدی ترتیب کړی. ډېری دا کډوال چې هېواد ته راستانه شوي، له معیشتي ستونزو او د اساسي خدمتونو له کموالي سره مخ دي.




