اوچا: له اوو لسو میلیونو ډېر افغانان د خوړو له نهامنۍ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې راتلونکی میلادي کال به تر ۱۷ میلیونو ډېر افغان وګړي د خوړو له جدي نهامنۍ سره مخ وي. د اوچا د معلوماتو له مخې، په دې ډله کې ۵.۲ میلیونه کسان په اضطراري وضعیت کې دي، چې دا شمېر د تېر کال په پرتله دوه چنده زیات شوی دی.
اوچا زیاتوي چې دوامداره وچکالي د افغانستان لږ تر لږه دولسو ولایتونو اوسېدونکو ته درانه زیانونه اړولي او تر اوسه زیات له درېو میلیونو خلکو مستقیم اغېزمن کړي دي. یادې ادارې همداراز پر دې ټینګار کړی چې افغان کډوال په پراخه کچه له ایران او پاکستانه بېرته راستنېدلي، او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې تر دوو میلیونو ډېر کسان هېواد ته راستانه شوي، چې دا کار د کوربه ټولنو او د اساسي خدمتونو سرچینو ته جدي فشار ور اړولی.
د اوچا د موندنو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به هم د بشري مرستو بنسټونه هڅه کوي چې ۱۷ میلیونه تنه، یعنې د مرستې مستحقو کسانو ۸۰ سلنه، په لومړیتوب کې قرار ورکړي. د دې پروګرام د عملي کولو لپاره اړین بودیجه لږ تر لږه ۱.۷۲ میلیارد ډالره اټکل شوې ده.
سره له دې چې نړیوال بنسټونه مرستې ته دوام ورکوي، خو د طالبانو د حکومت اقتصادي تګلارې، د فردي ازادیو محدودیتونه او د معیشتي منابعو ته نهلاسرسی، د خلکو د زیانپذیرۍ له اصلي لاملونو او د مرستندویو فعالیتونو د خنډ اصلي عوامل ګڼل شوي دي.




