سياستمهم خبرونه

افغان چارواکي له پاکستان سره د مؤثرو خبرو اترو پر ضررت ټینګار کړی

د شنبې په ورځ د دوحې د ناستې په ترڅ کې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت استازي ټینګار وکړ چې له پاکستان سره د اغېزناکو خبرو بیا پیلېدل د سیمې د امنیت او اقتصادي همکاریو لپاره بنسټیز اهمیت لري.

عبدالحی قانت، چې د دې وزارت د ستراتیژیکو مطالعو د مرکز مشر دی، څرګنده کړه چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ رغنده تعامل کولی شي د دوامدار ثبات او اقتصادي پرمختګ زمینه برابره کړي.

د هغه په وینا، د خبرو لپاره یو میکانیزم جوړول کولای شي اوسني ګڼو ننګونو ته حللار ومومي، خو خبرداری یې ورکړ چې باید دا حالت هغو ځایونو ته و نه رسېږي چې د سیمې هېوادونو ګډې ګټې، په ځانګړي ډول د سیمه‌یز یووالي او وصل د برخې ګټې، له منځه ولاړې شي.

ښاغلي قانت یادونه وکړه چې د طالبانو اداره له پاکستان سره د مثبتو اړیکو د ساتلو لیوالتیا لري، خو وروستیو پېښو دا بهیر له ګواښ سره مخ کړی دی. هغه زیاته کړه چې د تجارتي لارو ابزاري استعمال او د جغرافیا او دهلېزونو سیاسي کول د سیمه‌ییز یووالي بهیر له جدي خطر سره مخ کړی دی.

د سیمې کارپوهان تل ټینګار کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل او د شخړو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره خبرې ډېر مهم رول لري. له بلې خوا، د طالبانو د ادارې پالیسۍ او له ګاونډیو هېوادونو سره د دوی تعامل یو ځل بیا د پام وړ ګرځېدلی دی، او تمه کیږي چې دا اداره د ملي ګټو پراساس مؤثر ګامونه واخلي او له ګاونډیانو سره اړیکې اصلاح کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button