د داعش خراسان د گواښ پراخوالي سره د روسیې اندېښنې زیاتې شوې

یوریشیا ریویو په یوه تازه راپور کې لیکلي، چې د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو د زیاتوالي له امله، روسي چارواکو له افغانستان نه مرکزي آسیا ته د ترهګریزو ګواښونو د پراخېدو خبرداری ورکړی دی. د دې راپور پر بنسټ، کرملین افغانستان د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ یوه حساسې وروازې بولي او په دې هېواد کې هر ډول بېثباتي د خپلې ملي امنیت لپاره نېغ ګواښ ګڼي.
له هغه وروسته چې امریکایي ځواکونه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان ووتل او طالبان په کابل واکمن شول، مسکو هڅه کړې چې له دې ادارې سره د اړیکو پراخولو لاره خپله کړي. د همدې هڅو په دوام، د روسیې سترې محکمې د ۲۰۲۵ کال د اپریل پر ۱۷مه طالبان له ترهګرو سازمانونو د تور نوملړ څخه وایستل؛ دا اقدام د روسیې د نوې ستراتیژۍ یوه برخه بلل کېږي چې غواړي له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي او سیمهییز ګواښونه اداره کړي.
خو د مارچ ۲۰۲۴ پرمهال د مسکو په «کراکوس» کنسرت تالار کې خونړي برید، چې داعش خراسان یې مسئولیت واخیست، یو ځل بیا دا څرګنده کړه چې د دې ډلې ګواښ لاهم پر خپل ځای دی. دا هماغه شبکه ده چې په ۲۰۲۱ کال د اګست پرمهال د کابل هوایي ډګر «آبي دروازې» ته نږدې یوه مرګونې چاودنه وکړه، چې درنې مرګژوبلې یې درلودې.
په راپور کې راغلي، روسیه اندېښنه لري چې توندلاري ډلې به د مرکزي آسیا د پرانوستو پولو له لارې، بېثباتي د افغانستان شمالي ګاونډیو ته ورسوي؛ یوه موضوع چې کولی شي د روسیې کورنی امنیت په جدي ډول تر اغېز لاندې راولي. د روسیې استازي واسیلي نبنزیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه ناسته کې، چې د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر ۲۰مه وشوه، خبرداری ورکړی چې د ترهګریزو فعالیتونو د پراخېدو خطر «بشپړ ریښتینی» دی، او داعش لا هم له بهرنیو سرچینو تمویلېږي او د منځني ختیځ تجربهلرونکي جنګیالي په خپلو لیکو کې ساتلي.
که څه هم طالب چارواکو دا اندېښنې رد کړي او ادعا کوي چې له افغانستانه به هیڅ هېواد ته د ګواښ اجازه ورنهکړي، خو یادې رسنۍ ته له مختلفو سرچینو ورکړل شوي راپورونه ښيي چې طالبان د امنیتي ژمنو په پلي کولو کې پاتې راغلي، بلکې ان له پاکستاني طالبانو ملاتړ هم کړی؛ یوې ډلې چې څوځله یې د پاکستان دننه د بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.
د روسیې د امنیت شورا منشي سرګې شویګو، د مسکو په یوه ناسته کې چې د ګډوالمهالې ګډنې ټولنې (CIS) پورې اړوند وه، ویلي چې لا هم د افراطي جنګیالیو له لارې د افغانستان له لوري تهدید جدي دی، او د دې ګواښ د مهار لپاره نږدې سیمهییزه همکاري اړینه ده. همداراز، آنا اوستینیوا، د روسیې مرستیاله دایمي استازې په ملګرو ملتونو کې، ټینګار کړی چې د طالبانو ضدترهګریز اقدامات بسنه نه کوي، او د داعش خراسان د فعالیتونو پراخېدل به سیمې ته درنې پایلې ولري.
یوریشیا ریویو په جمعبندي کې لیکي، که څه هم مسکو له طالبانو سره تاکتیکي تعامل ته دوام ورکوي، خو د باوري ضدترهګري همکاریو د یوه جوړښت نشتون، کولی شي داعش خراسان ته لاره هواره کړي چې ژر تر ژره په مرکزي آسیا او آن له هغې هاخوا کې پراخ شي. یاد رسنیز راپور وايي، اوسنی وضعیت یوې همغږې نړیوالې تګلارې ته اړتیا لري؛ داسې تګلاره چې دیپلوماتیک فشار، استخباراتي همکاري او د سرحدي مدیریت پیاوړې کول سره یو ځای کړي، تر څو افغانستان د نړیوالو ترهګریزو شبکو پر یوه مرکز بدل نه شي.




