طالبان: د پاکستان د هوايي بریدونو پر وړاندې د دفاع وس نهلرو

د طالبانو د معارف سرپرست وزیر حبیبالله آغا وایي دغه اداره د پاکستان د هوايي بریدونو پر وړاندې دفاعي توان نهلري. نوموړي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د پوځي ټکنالوژۍ کمښت د دې ناتوانۍ اصلي لامل دی او طالبان نشي کولای چې د هېواد هوايي حریم په مؤثر ډول خوندي کړي.
سره له دې اعترافه، حبیبالله آغا ادعا وکړه چې د پاکستاني ځواکونو سره په مځکنیو جګړو کې بریا ترلاسه شوې ده. ده وویل، په دغو جګړو کې پاکستاني ځواکونه له خپلو مورچلونو شاتګ ته اړ شوي.
د طالبانو د معارف سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې د عصري علومو او ټکنالوژۍ د زدهکړې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویېویل چې د افغانستان ځوانان باید د عصري زدهکړو لپاره زیات کوشش وکړي تر څو د هغه په وینا، له حاکمیت څخه دفاع وکولای شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره نه یوازې د سرحدي تحرکاتو پر وړاندې، بلکې په ګڼو کورنیو چارو کې هم له چالشونو او ظرفیّت کمښت سره مخ ده.
په پرلهپسې ډول د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د طالبانو اداره بېواکنه پاتې شوې چې دا موضوع یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي چې د مشروعیت نشتوالی، د سرچینو کمښت او د ټکنالوژۍ ضعف د طالبانو اداره له جدي بېوسی سره مخامخ کړې.




