د لبنان صدراعظم: اسرائیل د اوربند تړون ته وفادار نه دی پاتې شوی

د لبنان صدراعظم نواف سلام وایي چې د اسرائیل له لوري د دوامداره بریدونو او پوځي سرغړونو له امله، نور لبنان د سولې په حالت کې نه دی. نوموړي زیاته کړې چې اسرائیل د اوربند له تړون سره ژمن پاتې نه دی او لا هم د لبنان ځینې برخې تر اشغال لاندې لري.
ښاغلي سلام ویلي، اسرائیل باید لس میاشتې مخکې له ټولو اشغال شوو سیمو څخه وتلی وای، خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی. هغه ټینګار وکړ چې د اسرائیلي ځواکونو حضور د لبنان په جنوب کې هېڅ قانوني توجیه نه لري او دا هېواد هره ورځ د لبنان ملي حاکمیت ته تاوان رسوي.
بل لور ته، د لبنان د صدراعظم مرستیال طارق متري خبرداری ورکړی چې که چیرې په جنوب کې نوې نښته پیل شي، یواځې به اسرائیل د هغې مسؤلیت ولري. نوموړي ټینګار وکړ چې د لبنان حکومت د اسرائیلي بریدونو د پای ته رسولو، د اشغالګرو ځواکونو د وتلو او د دولت د حاکمیت پراخېدو غوښتونکی دی.
متري همداراز وویل چې په لبنان کې هېڅ ډله د کورني جګړې دلچسپي نه لري او حکومت د داسې بحران د مخنیوي لپاره له ټولو لارو چارو کار اخلي. هغه د لبنان او سوریې اوسني اړیکي د تېرو پنځوسو کلونو په پرتله غوره وګڼلې او دا اړیکې یې پر متقابل درناوي ولاړې وبللې.




