مهم خبرونهنړیوال

په يمن کې د CIA لپاره د جاسوسۍ په تور د ۱۳ کسانو محاکمه پيل شوه

د راپورونو له مخې، په يمن کې ۱۳ کسانو ته چې د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) اړوند د يوې پراخې جاسوسي شبکې سره د همکارۍ په تور تورن دي، لومړۍ جزايي محاکمه د دغه هېواد په پلازمېنه صنعا کې تر سره شوه. دغه تورن کسان د يمن د جزايي محکمې مخې ته راوستل شوي ترڅو د جاسوسۍ او د هېواد ملي امنيت ته د زيان رسولو تورونه وڅېړل شي.

ياده محاکمه د قاضي يحيی المنصور تر مشرۍ لاندې، د څارنوالۍ استازو او د تورن کسانو د مدافع وکيلانو په شتون کې ترسره شوه. د محاکمې پر مهال، د تورنو کسانو پر ضد د ادعا ليک متن ولوستل شو او څارنوالۍ په دې قضيه کې راټولې شوې شواهد او مدارک وړاندې کړل. تورنو کسانو بیا له محکمې نه غوښتنه وکړه چې د دوسيې اړوند اسنادو کاپي ورته ورکړي، او محکمه پرېکړه وکړه چې د اسنادو ارزونه به راتلونکو غونډو ته وځنډول شي.

د ادعا ليک جزييات ښيي چې ياد تورن کسان له ۱۹۸۰م لسیزې پايه تر ۲۰۲۴ کال پورې، دننه او بهر د يمن په کچه د منظمې جاسوسۍ د فعاليتونو په تنظيم کې ګډون درلود. د تورو پر بنسټ، دوی د ملکي او بشردوستانه پروژو له پوښښ څخه ناوړه استفاده کړې ترڅو هغه حساسې نظامي، امنيتي، سياسي، اقتصادي او ټولنيزې معلومات راټول کړي چې د هېواد لوړو ګټو ته زيان رسوي.

همدا راز، ادعا ليک تور پوري کړی چې دغه شبکه د بېلابېلو سيمو لپاره د افرادو د استخدام، بهرنيو دښمنو ادارو ته د راپورونو او وړانديزونو د وړاندې کولو په برخو کې فعاله وه. علاوه پر دې، تورن کسان د استخباراتي حجرو د جوړښت او د اجنټانو د جلب او رهبرۍ اړوند مکانيزمونو په برخه کې هم روزنه ترلاسه کړې ده.

په دې تورونو کې يو بل مهم اړخ دا هم دی چې دا کسان په هغو فعاليتونو کې هم ښکېل وو چې د يمن خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتيا ته زيان رسوي او د بهرنیو دښمنو لوریو وړتياوې پياوړې کوي. دا دوسيه په وروستيو کلونو کې د يمن قضايي سيستم له لوري تر ټولو لويه جاسوسي قضيه بلل شوې چې د بهرني نفوذ په اړه د خلکو اندېښنې زياتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button