مادورو: هېڅ ځواک د کاراکاس غږ نه شي چوپولای

د ونزوئلا ولسمشر نیکلاس مادورو د امریکا د زیاتېدونکو ګواښونو په غبرګون کې ویلي چې هېواد یې یوازې نه دی او هېڅ امپراتورتي ځواک د کاراکاس غږ نه شي خاموشولای. دا څرګندونې داسې مهال شوې چې د امریکا اوسني ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، د ونزوئلا پر ضد د نشهيي موادو قاچاق پر وړاندې د یوې نږدې ځمکنۍ حملې د پیل خبر ورکړی دی.
د مادورو څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه خپرې شوې چې لسګونه امریکايان د واشنګټن ډيسي په سپینه ماڼۍ مخې ته راټول شوي وو او د امریکا احتمالي پوځي لاسوهنه یې په ونزوئلا کې سخت وغندله.
ولسمشر ټرمپ د ځمکنۍ حملې د اعلانولو ترڅنګ وویل چې د ونزوئلا په اړه «د فشار اچولو» مرحله تیره شوې ده. هغه همداراز یادونه وکړه چې له ولسمشر مادورو سره په یوه لنډ ټیلیفوني تماس کې، هغه د راتلونکو اقدامونو په اړه خبر کړی دی.
نیکلاس مادورو د خپلو خبرو په بله برخه کې، له هغو ملتونو څخه مننه وکړه چې د خپل هېواد د خلکو ملاتړ کوي او د هغه څه پر وړاندې درېږي چې دی یې «د امریکا تېری» بولي. هغه دا نړیواله همغږي، د ونزوئلا سره د نړیوالې همبستګۍ د ورځې په مناسبت، یو غوره اقدام وباله.




