ټولنه‌یزمهم خبرونه

طالب چارواکي د دیني مدرسو له مسؤولینو سره په ښوونیزو چارو خبرې وکړې

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، مولوي عبدالکبیر، پرون د «دارالعلوم افغان» او «دارالاحناف» دیني مدرسو له مهتممانو سره لیدنه وکړه او د دغو دیني مرکزونو د فعالیتونو د ملاتړ ټينګار یې وکړ.

په یاده ناسته کې ګډونوالو د دغو مدرسو د تدریس کیفیت د پخوا په پرتله ښه بللی او ویې ویل، چې دوی ته له اړینو امکاناتو سره سم تجهیزات برابر شوي دي.

په غونډه کې د دارالعلوم افغان مهتمم، مولوي عبدالحی، وویل، چې د طالبانو د ادارې د هڅو له برکته، هر کال په زرګونه افغان ځوانان نه یوازې له پوهنتونونو، بلکې له دیني مرکزونو هم فارغېږي او د ټولنې خدمت ته وړاندې کېږي.

همداراز، د دارالاحناف مدرسې مهتمم، شیخ عبدالحق، د طالبانو د ادارې ملاتړ د دیني مدرسو د ښه فعالیت لپاره حیاتي وباله او زیاته یې کړه، چې اړونده ادارې له تعلیمي بنسټونو سره د پام وړ همکاري لري او چارې په تخصصي ډول مخ ته وړل کیږي.

په بل برخه کې د غونډې ګډونوالو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت اړوند ځینو موضوعاتو په اړه خپلې نظریې او وړاندیزونه شریک کړل.

مولوي عبدالکبیر، د هیواد د خدمت په برخه کې د دیني مدرسو او مذهبي بنسټونو هڅې وستایلې او د دوی فداکارۍ یې د افغانستان د تاریخ مهمه برخه وبلله. هغه ټینګار وکړ چې «اسلامي نظام» به له ټولو علمي او ښوونیزو ادارو ملاتړ کوي، او ډاډ یې ورکړ چې د مدرسو د مهتممانو له خوا راپورته شوي ګډ مسایل به وڅېړل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button