له ایران څخه د افغان شرکتونو پراخ وتل؛ تر زرو ډېر شرکتونه بېرته افغانستان ته ستانه شوي

د ايران د ولسي جرګې غړي محسن زنگنه ويلي چې له دغه هېواده د افغان شرکتونو پراخ وتل روان دي او تر يو زرو زيات افغان شرکتونه او متشبثين له خپلو کورنيو سره، ايران پرېښې ده. نوموړي زياته کړې چې دغه افغان پانګهوال او کارآفرينان په وروستيو دوو کلونو کې ډېرې د هرات او کابل صنعتي ښارګوټو ته ستانه شوي دي. دغه راپور د ايران په رسنيو کې د شنبې په ورځ، د قوس پنځلسمې، ۱۴۰۴ کال خپور شوی دی.
زنگنه څرګنده کړې چې د دغو پانګهوالو د وتلو عمده لامل د اسعارو اړوند ستونزې دي. د نوموړي په وينا، هغه افغان پانګهوال چې خپله پانګه يې د صرافانو له لارې ايران ته لېږدولې او هلته يې فابريکې جوړې کړې وې، د ايران د سوداګرۍ پراختيا ادارې له لورې د بهرنۍ پانګونې په توګه ونه پېژندل شوې. دغه ستونزه د دوی اقتصادي فعاليت ته جدي خنډونه جوړ کړي وو.
د دې ستونزې د حل لپاره، د ايران د عدليې اداره ماهرينو ته دنده ورکړې چې د افغان پانګهوالو فابريکې د نني بازاري نرخ له مخې وارزوي. د دې اقدام موخه دا ده چې د ايران د سوداګرۍ پراختيا اداره دا پانګونه رسمي د بهرنۍ پانګونې په توګه ومني. د ايران د ولسي جرګې دغه غړي زياته کړه که دا پرېکړه نهائي شي، افغان پانګهوالو ژمنه کړې چې په راتلونکو درې يا څلورو کلونو کې به شاوخوا درې ميليارده ډالر د ايران په خراسان رضوي ولايت کې پانګونه وکړي.
دغه پراخ اقتصادي او تخصصي ځواک له ايران څخه داسي وخت بېرته افغانستان ته ګرځي، چې هېواد له سخت اقتصادي بحران او پراخ بیکارۍ سره لاس او ګرېوان دی. د دغو پانګهوالو بېرته راتګ هرات او کابل کې د صنعتي سکتور د بیا راژوندي کولو او د کار زمینې رامنځته کولو لپاره یوه ښه موقع ګڼل کېږي. خو د طالبانو ادارې لخوا د اقتصادي فعالیتونو لپاره د يو خوندي او باثباته چاپېریال برابرول اړين ګڼل کېږي. که پانګهوالو ته پاملرنه و نه شي او د پانګې تېښته دوام وکړي، نو د افغانستان اقتصادي وضعیت نور هم سختېدو ته نږدې کېږي، چې د هېوادوالو پر اوږو لا زيات بار پرېباسي.




