د بشري حقونو سازمان د ټرمپ مهاجرتي پالیسۍ تبعیض وونکی وبلله

د بشري حقونو د څار سازمان د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې نوې مهاجرتي تګلارې غندلې او هغه یې «تبعیضي او جزا ورکوونکې» بللې ده، چې څرګند نژادپالنه ښيي.
په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې، دغه سازمان ټینګار کړی چې د ۱۹ هېوادونو د اتباعو لپاره د پناه غوښتنې پراخه ځنډ او د مهاجرت بهیرونه، هېڅ ډول مشخص امنیتي بنسټ نه لري او دا د امریکا متحده ایالاتو لخوا د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
د دغه سازمان د امریکا پروګرام مشره تانیا ګرین ویلي چې دا ۱۹ هېوادونه نه کوم معنا لرونکی ګډ ځانګړتیا لري او نه یو تر منځ اړیکه، پرته له سیاسي نښان لګولو او د افرادو د زيږېدو ځای. هغې زیاته کړې چې دا تګلارې د امنیت تضمین نه کوي، بلکې هڅه کوي څو ځانګړې مليتونه د ټرمپ د ادارې د تبعیضي چلند قرباني کړي.
د ټرمپ ادارې د مهاجرت او پناه غوښتنې پر وړاندې له سختو پالیسیو سره د خلکو اعتراضونه هم مخ په زیاتېدو دي. دا اقدامات کولای شي د زرګونه افغان مهاجرو او پناه غوښتونکو پر ژوند مستقیم تاثیر وکړي. ډېری تحلیل کوونکي اندېښنه لري چې دا پرېکړې به پراخې حقوقي او بشري پایلې ولري.




