ټولنه‌یزمهم خبرونه

د هرات اوسېدونکي د ژمي په موسم کې د پرله‌پسې برېښنا پرې کېدو څخه شکایت کوي

د ژمي له پیل او د هوا له سړېدو سره هم‌مهاله، د هرات ولایت اوسېدونکي د برېښنا پرله‌پسې او بې‌مهاله پرې کېدو له امله اندېښنه څرګندوي. د ځایي سرچینو په وینا، برېښنا د ورځې په بېلابېلو ساعتونو کې بې له کوم مخکيني اطلاع څخه پرې کېږي، چې د خلکو ورځنی ژوند یې سخت ګډوډ کړی دی.

یو شمېر اوسېدونکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د برشنا شرکت برېښنا په عادلانه ډول د ښار په کچه وېشلای نه شي، او داسې سیمې شته چې د نورو په پرتله ډېر د برېښنا پرې کېدو له ستونزې سره مخ دي. دوی زیاتوي، دا وضعیت نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند کړکېچن کړی، بلکې هغه فابریکې او کاروبارونه یې هم زیانمن کړي، چې پر برېښنا تکیه لري.

د ځینو خلکو په باور، په داسې حال کې چې ډېری کورنۍ د کورونو د ګرمولو لپاره د سون‌توکو د اخیستلو وس نه لري، برېښنا یوازینی بدیل پاتې شوی. خو برېښنا بې له خبرتیا څخه پرله‌پسې پرې کېدل، هغوی د ژمي یخنۍ کې له لا نورو سختیو سره مخ کړي دي.

د سیمې اوسېدونکي د تېر اوړي د ورته ستونزو یادونه کوي او وایي، چې دا ستونزه له پخوا راهیسې موجوده ده او د طالبانو اداره تر اوسه د حل لپاره کوم عملي اقدام نه دی کړی. د طالبانو د مسئولانو چوپ‌تیا او بې‌پامي، د خلکو اندېښنې د اساسي اړتیاوو په وړاندې د بې‌پامي له امله زیاتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button