مهم خبرونهنړیوال

اسرائيلي عسکرو د دمشق شاوخوا بيت‌جن سيمې ته یرغل کړی

د سوريې څخه د ترلاسه شويو ځايي راپورونو له مخې، د اسرائيلو پوځيانو نن سهار د دمشق ښار د بيت‌جن ښارګوټي چاپېره سيمه ونيوله. سرچينې وايي دا برید د درنو پوځی تجهيزاتو په کارولو سره ترسره شوی دی.

د عیني شاهدانو په وینا، لږ تر لږه دوه ټانکونه او اووه زغره‌وال موټر چې د اسرائيلي عسکرو پورې اړه لري، یوه پریښوده پادګاه ته ور ننوتلي او پر هر هغه کس یې ډزې کړې چې دې سیمې ته نژدې شوی.

دا پېښه وروسته له هاغه ترسره شوې چې پرون هم ورته حرکتونه د قنیطره په شاوخوا کې لیدل شوي وو؛ هلته اسرائيلي بولډوزرونه او ګزمې د بریقه بند شاوخوا لیدل شوي وې. دغه تحرکاتو د سوریې او اسراییلو ترمنځ سرحدي سیمو کې د نښتو د پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د اسرائيلو بې‌قانونهو پوځي فعالیتونه په سوريه کې څو ځله د نړيوالې ټولنې له‌خوا غندل شوي، خو دغه بریدونه لا هم دوام لري او ډېر یې قربانیان عام سوري ولس دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button