سياستمهم خبرونه

آصف دراني: د لارو بندول او د TTP ملاتړ د حکومت‌ولۍ نښه نه ده

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني د خپل هېواد له وروستیو اقداماتو څخه چې پر افغانستان یې کړي، نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د سوداګریزو لارو بندول او تحریک طالبان پاکستان (TTP) ته د آزاد فعالیت اجازه ورکول هېڅکله هم د حکومتدارۍ وړتیا یا پوځي ځواک ښکارندويي نه کوي.

دراني دا څرګندونې د شنبې په ورځ (۱۵ قوس) د «ایکس» ټولنیزې شبکې له لارې خپرې کړې او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات نه د اسلامي اصولو مطابق دي او نه هم له انساني پلوه دفاع‌کېدونکي دي.

ده زیاته کړې چې دا ډول کړنې، پرته له دې چې د کوم سیاسي نظام یا ايډیالوژیک لید پر بنسټ توجیه شي، نه‌منل کېدونکي دي.

دراني ټینګار کړی چې باید په پاکستان او افغانستان کې د عقل او تدبیر غږ پورته کونکو ته اړینه ونډه ورکړل شي، او دا کسان باید د خپلو خلکو د هوساینې او ښه راتلونکي لپاره د سولې او تفاهم لاره ونیسي. ده دا پوښتنه هم راپورته کړې چې “دا د عقل او فهم غږونه چیرته دي؟”

د دراني دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوې دي چې یو ځل بیا د طالبانو حکومت او د پاکستان دولت ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي. تازه، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د پاکستان پوځیانو یو ځل بیا د کندهار ولایت د سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو پوځي هدفونه تر برید لاندې راوستي دي.

دراني له دې وړاندې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ژورو تاریخي او فرهنګي اړیکو یادونه کړې وه او ویلي یې و چې حتی د طالبانو د حکومت تر سیوري لاندې هم افغانستان د پاکستان لپاره ځانګړی اهمیت لري. خو داسې ښکارې چې دا ځل د دراني اندېښنې د وروستیو شخړو سیاسي او انساني پایلو ته جدي پام اړولی، چې د دواړو غاړو د ولسونو ژوند ګواښي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button