روغتيامهم خبرونه

په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو لګښتونه ۱۳.۹ سلنه لوړ شوي

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې د يوې نوې اعلامیې پر بنسټ، چې د شنبې په ورځ (۱۵ د لړم/قوس) خپره شوې، د روان کال د لړم میاشتې په اوږدو کې روغتیايي پاملرنې او درملنې پورې اړوند لګښتونه د تېرو میاشتو په پرتله ۱۳.۹ سلنه زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او د پاکستان دولت تر منځ د شخړو د زیاتېدو له امله، طالبانو افغان سوداګرو ته درې میاشتې مهلت ورکړی چې له پاکستاني شرکتونو سره خپل تجارتي حسابونه تصفیه کړي. د طالبانو په وینا، که دا مهلت پای ته ورسېږي، نو له پاکستان څخه به د درملو واردات بشپړ بند شي.

که څه هم ډېری اړین درمل افغانستان ته له پاکستانه راوړل کېږي، خو د طالبانو دغه پرېکړه د هېواد په دننه کې د خلکو او روغتیايي برخه کې د فعالانو جدي اندېښنې راپورته کړې دي. دا بدلون په داسې شرایطو کې پېښ شوی چې په هېواد کې د درملنې بیې ښکاره زیاتې شوې دي او اړمن قشر ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی لا زیات ستونزمن شوی دی.

اقتصادي فشارونو، د نړیوالې مرستې کمښت او د طالبانو له خوا د روغتیايي نظام غیر شفاف مدیریت د درملنې د وضعیت د خرابوالي اصلي لاملونه ګڼل شوي دي. د درملو بازار د وارداتو له امله په شدید ډول د بهرنیو سرچینو پورې تړلی دی، او د طالبانو دا اقدام کېدای شي چې د هېواد روغتیايي نظام له لا ژور بحران سره مخ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button